د حزب‌الله مرستيال مشر: د روانې جګړې د حل يوازنۍ لار اوربند دی

د لبنان د حزب‌الله ډلې مرستیال شیخ نعیم قاسم

د حزب‌الله مرستیال مشر نعیم قاسم اسراییلو ته ویلي چې، د روانې جګړې د حل یوازنۍ لاره اوربند دی.

قاسم د اسراییلو له‌خوا د خپل مشر حسن نصرالله تر وژل کېدو وروسته نن د درېیم ځل لپاره وینا کړې او ویلي يې دي، اسراییلو ته له کمزوري موقفه د اوربند وړاندیز نه‌کوي.

حزب‌الله چې یوه پوځي او سیاسي ډله ده، د متحده‌ایالتونو له‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌الله د لبنان په جنوب کې تر ډېره حاکمه ده او د دغه هېواد په پارلمان کې استازي هم لري.

نعیم قاسم ویلي، که اسراییل اوربند نه‌غواړي، دوی هم د جګړې دوام ته چمتو دي.

د اسراییل پوځ د همدې میاشتې په لومړیو کې په لبنان کې ځمکنۍ جګړه پيل کړه او د حزب‌الله پر اهدافو وخت نا وخت هوایي بریدونه هم کوي.