اسراییلي پوځیانو د حزب‌الله پر اهدافو تازه بریدونه کړي

په لبنان کې پر حزب‌الله د اسراییلو د بریدونو یو انځور

وروسته له دې چې د اسراییل صدر اعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې د ایران له ملاتړه برخمنې حزب‌الله ډلې باندې نور رحم نه کوي، اسراییلي پوځیانو نن لبنان کې د دغې ډلې پر اهدافو تازه بریدونه کړي دي.

حزب‌الله چې یوه پوځي او سیاسي ډله ده، د متحده ایالتونو له‌خوا د ترهګرو په توګه پېژندل کېږي او اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې ده.

حزب‌الله د لبنان په جنوب کې تر ډېره حاکمه ده او د دغه هېواد په پارلمان کې استازي هم لري.

د لبنان د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، اسراییلي ځواکونو پر بقاع درې بریدونه کړي او بعلبک ښار کې یې یو روغتون ویشتی دی.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې د اسراییل صدر اعظم ویلي، پر اسراییل د حزب‌الله د یکشنبې ورځې برید ته به چې څلور پوځیان په کې ووژل او لسګونه نور ټپيان شول، بې‌رحمانه ځواب ورکړي.