اروپایي ټولنه: زده‌کړې د افغانستان په پرمختګ کې کلیدي رول لري

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازې د یوه ښوونځي د لیدنې پر مهال

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې ماموریت ویلي، زده‌کړې د دغه هېواد په پرمختګ کې کلیدي رول لري او په وینا دوی د افغانستان د ښې راتلونکې د تضمین په موخه د سلګونه ښوونځیو ملاتړ کوي.

دغه ماموریت دا څرګندونې نن سه شنبه پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کړي او د افغانستان لپاره یې د خپلې استازې هغه انځور خپور کړی چې کابل کې د نجونو یوه لومړني ښوونځي ته ورغلې ده.

طالبانو واک ته له بیا رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي بند کړل او د ۲۰۲۲م کال په وروستیو کې یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.

د اروپایي ټولنې په ګډون بېلابېلو نړیوالو سازمانونو او د ملګرو ملتونو استازو له طالبانو غوښتي چې د نجونو ښوونیز او تحصیلي مرکزونه پرانېزي، خو تراوسه دغه کار نه دی شوی.