د خیبر پښتونخوا په بنو کې څلور پولیس افسران او پنځه وسله‌وال وژل شوي

په بنو کې پولیس د پلټنې پر مهال

د پاکستان په نا ارامه خیبر پښتونخوا ایالت کې د اکټوبر په ۱۴مه لږترلږه څلور پولیس افسران او پنځه وسله‌وال ووژل شول.

یوه پولیس افسر چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، ازادي راډیو ته وویل، دا کسان وروسته له هغه ووژل شول چې اورپکو د پولیسو پر مرکز برید وکړ.

د بنو د پوليسو دغه افسر دا هم وویل چې وسله وال د پوليسو قرارګاه ته ننوتلي او له پوليسو سره يې نښته کړې ده.

امنيتي ځواکونو سيمې ته غځېدلې لارې بندې کړي او پوځي هیلیکوپټرې هم په داسې حال کې په دې سیمه پروازونه کول چې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي د دغه برید مسوولیت منلی دی.