اروپايي ټولنې پر ایران نوي بندیزونه تصویب کړل

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو بیرغونه

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران د دوشنبې په ورځ د اکټوبر ۱۴مه، د منځني ختیځ د زیاتېدونکو شخړو او د روسیې پر وړاندې د اوکراین د ملاتړ لپاره پر نویو تدابیرو د غور لپاره راټول شول او پر ایران یې نوي بندیزونه تصویب کړل.

د اروپايي ټولنې بندیزونه هغه شرکتونه او کسان په نښه کوي چې د ایران د بالستیک توغندیو په پروګرام کې ښکېل دي او دا توغندي او نورې وسلې د اوکراین پر ضد په جګړه کې د کارونې لپاره روسیې ته لېږي.

تر دې وړاندې، اروپایي سرچینو د ازادې اروپا ایراني څانګې، راډیو فردا ته ویلي وو چې اروپایي ټولنه په دې ناسته کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ۱۴ تړلو کسانو او ادارو په شمول پر ایران ایر هوايي شرکت، د نویو بندیزونو په اړه پرېکړه کوي.

اروپايي ټولنې درې ایراني هوايي شرکتونه، ایران ایر، ماهان ایر، او ساها هوايي شرکت، او له هغو سره دوه تړلي تدارکاتي شرکتونه په خپلو بندیزونو کې شامل کړي دي.