طالبان: درې افغانان د عراق له زندانونو خوشې او افغانستان ته راستانه شوي

ارشیف: د عراق د ناصریه زندان یوه څنډه

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې درې افغانان د عراق له زندانونو څخه خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت پرون دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا درې تنه له دې سره سره چې قانوني اسناد یې لرل، له تېرو شپږو میاشتو راهیسي په عراق کې بندیان وو.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې دا درې تنه په بغداد کې د افغانستان د سفارت په هڅو خوشې شول او د ایران له لارې افغانستان ته واستول شول.

تر دې وړاندې د عراق له زندانونو ۲۵ افغان بندیان خوشې شوي او افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپورونو له مخې، زرګونه افغانان په ایران، پاکستان او عربي هېوادونو کې بندیان دي.