افغان ابدالیان د درې اړخیزو سیالیو پایلوبې ته ووتل

افغان لوبغاړی د لوبې پر مهال

د عمان په کوربتوب د پیل شویو درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن دوشنبه د اکټوبر په ۱۴مه نېټه افغان الف لوبډلې د عمان له الف لوبډلې سره سیالي وکړه چې د ۴۴ منډو په توپیر افغانستان وګټله.

د دې لوبې پچه عمان ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړه.

افغان ابدالیانو د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۲۱۱ منډې وکړې.

په افغان توپ وهونکو کې لوبډلمشر دروېش رسولي سلیزه ووهله او په ۱۰۹ منډو ناسوځېدلی پاتې شو، دغه راز کریم جنت ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.

عمان د ورکړل شوي هدف په تعقیب ۱۶۷ منډې وکړې او ۷ لوبغاړي یې وسوځېدل.

دا په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان دوهمه بریا وه.

ټاکل شوې چې سبا سه شنبه د اکټوبر په ۱۵مه نېټه افغان ابدالیان او هانګ کانګ د دې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه ولوبوي.