د پاکستان په کراچۍ ښار کې پولیسو پرون یکشنبه د زرګونو مظاهرهچیانو پر ضد له اوښکې بهوونکي ګازو کار واخیست.
لاریون کوونکو هڅه کوله چې د امنیتي خنډونو څخه تېر شي.
اسوشیټیډ پریس خبري اژانس راپور ورکړی چې، د یوه افراطي ګوند شاوخوا ۲۰۰۰ پلویانو غوښتل چې د ښار د رسنیو کلب ته ځانونه ورسوي، ترڅو د مدني ټولنې د ډلو له هغو مظاهرو سره خپل مخالفت څرګند کړي، چې مقدساتو ته په سپکاوي د یوه تورن په اړه رابلل شوې وه.
مشکوک کس پهدې وروستیو کې په توقیف کې وژل شوی دی.
د پاکستان تحریک لبیک ګوند پلویانو هغه وخت پولیس په ډبرو وویشتل او د ګزمې یوه موټر ته یې اور واچاوه، چې پولیسو د رسنیو کلب ته د دوی د ننوتلو مخه ونیوله.
دغه ګوند ویلي چې، په اخ و ډوب کې یې یو غړی کې وژل شوی دی.
پولیسو په دواړو مظاهرو کې شاوخوا ۲۰ تنه ګډونوال نیولي دي.