هالنډي چارواکي: له ازبکستان سره د افغان پناه غوښتونکو د ايستلو په اړه پر يوې موافقې غور کوو

د کډوالو يو انځور - ارشيف

د هالنډ یوه چارواکي ویلي، هېواد یې له ازبکستان سره د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه پر یوه موافقه غور کوي.

هالنډۍ رسنۍ NL Times د یک‌شنبې په ورځ راپور ورکړ چې، د هالنډ حکومت پر دې غور کوي چې ایا کولی شي، ازبکستان قانع کړي چې رد شوي پناه غوښتونکي ومني، که څنګه؟

وړاندې ویل شوي، جرمني په‌‌دې وروستیو کې له ازبکستان سره موافقه وکړه چې، کولی شي افغان کډوال دې هېواد ته واستوي.

د هالنډ د کډوالۍ وزیر ماریولین فابِر د چهارشنبې په ورځ د نورو جزیاتو له ورکولو پرته د خپل هېواد پارلمان ته وویل، چې کابینه له ازبکستان سره پر موافقو د سلا کېدو په حال کې ده.

دا په‌داسې حال کې ده، چې د ځینو رسنیو د راپورونو پر بنسټ سویس په‌دې وروستیو کې دوه افغان کډوال چې په سرغړونو تورن شوي وو، بېرته کابل ته استولي دي.

تر دې مخکې جرمني په وږي/ سنبلې میاشت کې ۲۸ افغان پناه غوښتونکي چې په جرمونو تورن وو، په یوه چارټر الوتکه کې افغانستان ته ستانه کړل.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر د چهارشنبې د خپل هېواد پارلمان ته وویل، ډېر ژر به له جرمني څخه نور پناه غوښتونکي هم افغانستان ته وایستل شي.