پاپ فرانسیس یو ځل بیا په منځني ختيځ کې د سم‌لاسي اوربند غوښتنه وکړه

پاپ فرانسیس

پاپ دا څرګندونې پرون د (اکټوبر ۱۳مه) د سنټ پیټر په میدان کې کړي او د ملګروملتونو د سوله ساتي ځواکونو د "احترام" پر ساتنې یې هم تاکید کړی دی.

پاپ د انجلوس د دعا پر مهال ویلي: "هغه څه چې په منځني خیتځ کې پېښېږي څاري او ورته اندېښمن دی."

هغه له ټولو ښکېلو خواو وغوښتل چې روانه جګړه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

پاپ ویلي، د فلسطین، اسراییلو او لبنان له خلکو سره د همدردۍ احساس لري او د یرغملو د خلاصول لپاره دعاوې کوي.

هغه هیله‌مندي وښوده چې دا "لویه غمیزه" ژر پای ته ورسیږي.