کورمه کې د موټرو پر يوه کاروان د بريد په پايله کې ۱۷ کسان وژل شوي

ارشيف

د خیبرپښتونخوا په کورمه کې د مسافرو د موټرو پر کاروان د بریدونو په پایله کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کورمې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، وړمه ورځ (د اکټوبر ۱۲مه) یوشمېر وسله‌والو د کونج علیزو غره ته پر تلونکو درې کسانو ډزې وکړي او ټپیان يې کړل.

د دې چارواکي په خبره، همدغو وسله‌والو وروسته د مسافرو د موټرو پر یوه کاروان هم بریدونه وکړل، چې ۱۷ کسان په‌کې ووژل شول.

ياد چارواکي دا هم وویل، ښکاري دویم برید د لومړي برید په غبرګون کې شوی وي.

په سیمه کې روغتیايي چارواکو مشال راډیو ته ویلي، یوشمېر ټپیانو په روغتون کې ساه ورکړې ده.

ویل کېږي، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په سیمه کې تر پېښې وروسته سنیانو درې ورځې د برید اعلان کړی او د سدې بازار یې هم تړلی دی.

شعیه مشرانو بیا دا بریدونه غندلی دی.

که څه هم د دې برید اصلی علت معلوم نه‌دی، خو تېره میاشت په کورمه کې د شعیه او سنیانو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې په لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.