پښتونخوا کې د لویې جرګې دوهمه ورځ؛ ځینو ګډونوالو د افغان کډوالو ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

د خیبر پښتونخوا په خیبر کې د پښتنو د قومي عدالت د لویې جرګې یوه څنډه

د خیبر پښتونخوا په خیبر کې د پښتنو د قومي عدالت د لویې جرګې په دوهمه ورځ د دې جرګې ځینو برخوالو په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه هم وکړه.

د جرګې برخوال او د نېشنل عوامي ګوند مشر خوشال کاکړ په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو یادونه وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې افغان کډوال نور ونه ځوروي.

په دې لویه جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د راټولو شویو اسنادو او شواهدو پر اساس وویل شول چې په په خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې تر ۷۶زره ۵۰۰ ډېر پښتانه په بمي چاودنو او هدفي بریدونو کې وژل شوي او ۵ میلیونه او ۷۰۰زره بې کوره شوي، همداراز ۶ زره او ۷۰۰ تنه بې درکه دي چې مړی او ژوندی یې معلوم نه دی.

دا جرګه چې په پام کې وه د اکټوبر په ۱۱مه یعني د جمعې په ورځ پیل شي، د بېلابېلو ستونزو له کبله پرون رسماً پیل شوه او ټاکل شوې ده چې نن هم دوام وکړي.