چارواکي: په تهران کې له ۳۲۰۰ پېژندل شویو ماشومو کارګرو څخه ۸۵ سلنه یې بهرني اتباع دي

د ایران پر یوه سړک کارګر ماشومان

د ایران د ماشومانو د حقونو د ملي ادارې منشي علي کاظمي وایي، په تهران کې له ۳زره ۲۰۰ پېژندل شویو ماشومو کارګرو څخه ۸۵ سلنه یې بهرنی اتباع دي.

کاظمي پرون شنبې له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې څرګنده کړه چې د زده‌کړې نشتوالی او مالي ستونزې دا ماشومان مجبور کړي چې د تهران په سړکونو کې کار وکړي.

ده زیاته کړه، د بهرنیو اتباعو ادارې د ماشومانو په اړه د ملي قوانینو د سرغړونې له امله بې اسناده ماشوم کارګران ایستلي دي.

که څه هم کاظمي د بې اسنادو ماشومانو تابعیت په ګوته نه کړ، خو ایراني چارواکي اکثرا د "بې اسناده اتباعو" اصطلاح افغانانو ته کاروي.