د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ښه کولو لپاره د ازادې سوداګرۍ د تړون پر لاسلیک ټینګار وشو

د تورخم-پېښور لویه لار. دغه لار د افغانستان او پاکستان د راکړې ورکړې او ټرانزیټ مهم مسیر بلل کېږي.

په پاکستان کې د سرحد په نوم د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مشر فضل مقیم د پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ښه کولو لپاره د ازادې سوداګرۍ د تړون پر لاسلیک ټینګار وکړ.

ده پرون شنبې له اسلام‌اباد او کابل څخه وغوښتل چې د تعرفو او ګمرکي محصول پر اوسني جوړښت بیا کتنه وکړي او هغه مطلوبې کچې ته راکم کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه د لارو د بندېدو او د پاکستان له لوري د افغانستان د مېوو پر صادراتو د تعرفې څو برابره زیاتېدو له کبله خورا ټیټه شوې ده.