د شانګهای د همکارۍ سازمان تر غونډې مخکې په پلازمېنه اسلام‌اباد کې ټول فعالیتونه ودرول شول

په اسلام‌اباد کې د تګ راتګ پرمخ د یوه بند شوي سړک انځور

پاکستاني چارواکو نن یکشنبې په اسلام‌اباد کې د شانګهای د همکارۍ سازمان تر سرمشریزې مخکې په پلازمېنه کې ټول فعالیتونه په داسې حال کې ودرول چې پر دې سرمشریزې د وسله‌والو تاوتریخوالي او سیاسي ناکراریو سیوری غوړولی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر، د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین او د چین صدراعظم لی کیانګ به د اکټوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په دې دوه ورځني کنفرانس کې ګډون وکړي.

په وروستیو اوونیو کې د پاکستان چارواکو د خپلو سیاسي مخالفانو اعتراضونه سخت وځپل، د پښتنو پر ملتپال غورځنګ یې بندیز ولګاوه او نوي قوانین یې معرفی کړل چې په پلازمېنه کې لاریونونه محدودوي.

دوی د اپوزیسیون د زنداني شوي مشر عمران خان سلګونه پلویان هم، چې د روانې میاشتې په لومړیو کې یې په اسلام اباد کې د لاریون هڅه کړې وه، نیولي دي.