دوو مخالفو ډلو په کابل او غور کې د ۷ طالبانو د وژلو ادعا کړې

په افغانستان کې د ملي مقاومت جبهې په نوم د مخالفې ډلې جنګیالي

د طالبانو دوو مخالفو ډلو ادعا کړې چې په کابل او غور ولایتونو کې یې طالبانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خپله ایکس شبکه کې لیکلي چې د دوی ځواکونو تېر ماښام د کابل په دارالامان سیمه کې پر هغه رنجر موټر چې د طلحه په نوم د طالبانو د استخباراتو د ۹۰ ادارې سرګروپ یې لېږداوه، حمله کړې ده.

وړاندې ویل شوي چې په دې حمله کې د طالبانو د استخباراتو درې پوځیان وژل شوي او بل ټپي دی.

تر دې مخکې د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو په دې سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی و.

بل لوري ته د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ځواکونو په غور کې څلور طالبان وژلي دي.

دغې جبهې ویلي چې دا حمله پرون تر غرمې مخکې د چهارسده ولسوالۍ پر لویه لار شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د طالبانو وسلې او مهمات د ملي مقاومت جبهې لاس ته ورغلي دي.

طالبانو د دغو ډلو د ادعاوو په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم په بې پرې ډول دغه ادعاوې نه شي تاییدولی.