زیلینسکي: له کورسک څخه د اوکرایني ځواکونو د ایستلو لپاره د روسیې هڅې شنډې شوي

په کورسک کې د روانې جګړې یو انځور

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي وايي، اوکرایني ځواکونو د روسي پوځیانو هغه هڅې شنډې کړي چې له کورسک سیمې یې د دوی د ایستلو لپاره کوي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ۲۴ ساعتونو پر مهال د روسیې په راکټي حملو کې د لږ تر لږه ۵ ملکي اوکراینیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

زلینسکي تېره شپه د روسیې د هغو ادعاوو په ځواب کې چې ویلي یې دي، په سیمه کې یې پرمختګونه کړي، ویلي: "د کورسک سیمې د عملیاتو په باب به ووایم چې د روسیې له‌خوا ځینې هڅې وشوې چې زموږ د سنګرونو خوا ته مخکې راشي خو موږ خپلې دفاعي کرښې ساتلې دي."

د اوکراین پوځیان په اګست میاشت کې د روسیې پر کورسک سیمې د ناڅاپي حملې له پیل سره ځینې چټکې او ټکان ورکوونکې لاسته راوړنې لري، خو روسیې تېره جمعه د دوو کلیو په ګډون د ځینو سیمو د بېرته نیولو اعلان وکړ.

د جګړې د ډګر راپورونه په بې پرې ډول نه شي تاییدېدلای.