په لبنان کې له اسراییلو سره د اوربند لپاره یوازېنۍ لاره د نوي ولسشمر انتخاب وبلل شو

د لبنان په پارلمان کې د مسیحیانو د سترګوند مشر سمیر جعجع

په لبنان کې د مسیحیانو د یوه لوی ګوند مشر وایي، د نوي ولسمشر انتخاب، له سیاسي په ټپه ولاړ حالت څخه د وتلو او د اسراییل او حزب‌الله ترمنځ د اوربند اصلي ټکی دی.

حزب‌الله د واشنګټن له لوري د یوه ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي، خو اروپایي ټولنې د دې ډلې یوازې وسله‌واله څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.

د لبنان اکثر جنوبي سیمې د حزب‌الله په لاس کې دي او دا ګوند د لبنان په پارلمان کې هم څوکۍ لري.

د لبنان په پارلمان کې د مسیحیانو د سترګوند مشر سمیر جعجع پرون وویل چې د نړیوالو جدي هڅو په نشتوالي کې د اوربند لپاره یوازېنۍ لاره د نوي ولسشمر انتخاب دی.

د جعجع ګوند د امریکا د متحده‌ایالتونو او سعودي عربستان نژدې متحد دی.

شاوخوا دوه کاله وشول چې په لبنان کې اقتصادي بحران دی او ولسمشر نه لري.

په دغه هېواد کې د حزب‌الله متحدان او د هغوی مخالفان د مسیحي ګوند په شمول نه دي توانېدلي چې په دې موده کې د ولسمشر د ټاکلو په برخه کې یوې اجماع ته سره ورسېږي.