د فرانسې پولیسو یو ۲۲ کلن افغان د یوې حملې د طرحې په شک نیولی

ارشیف: د فرانسې د پولیسو یو مرکز

د فرانسې د تروریزم ضد څارنوالانو پرون ویلي، پولیسو یو ۲۲ کلن افغان چې د امریکا په متحده‌ایالتونو کې له خپل یوه هېوادوال سره په ارتباط کې و، د یوې حملې د طرحې په شک نیولی دی.

څارنوالانو په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه کس چې سې شنبه د فرانسې په جنوب لوېدیځ کې نیول شوی، د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ملاتړ تورن دی.

په فرانسه کې دغه نیول شوي ۲۲ کلن افغان له خپل هغه ۲۷ کلن هېوادوال سره ارتباط درلود، چې په امریکا کې ونیول شو.

د نصیر احمد توحیدي په نوم دا کس تېره اوونۍ د امریکا د متحدو ایالتونو په اوکلاهاما ایالت کې ونیول شو او په دې تورن شو چې غوښتل یې په نومبر میاشت کې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د خلکو په ګڼه ګوڼه کې حمله وکړي.

دغې قضیې ته یوې نږدې سرچینې ویلي، دغه دواړه وروڼه دي، خو فرانسوي څارنوالانو دا موضوع تایید کړې نه ده.

په امریکا کې دېره مشکوک کس د ټیلیګرام له لارې له هغه چا سره په ارتباط کې و چې د تحقیقاتو فډرال ادارې (FBI) د داعش لپاره د کسانو استخداموونکی بللی دی.

ویل شوي امریکايي چارواکو په دې اړه خپلو فرانسوي همکارانو ته خبرداری ورکړ چې دا کار په فرانسه کې د عمده مشکوک کس په ګډون د یوه ۲۰ کلن او یوه ۳۱ کلن کس د نیولو سبب شو.

عمده مشکوک کس په توقیف کې دی، خو دوه نور نیول شوي کسان خوشې شول.