د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدهایالاتو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، د دوحې د تړون پټې برخې د افغانستان د راتلونکې حکومت په اړه نه دي.
خلیلزاد په یوه پاډکسټ کې چې پرون "دوحه ډیبیټز" خپور کړ، وویل د دوحې د تړون محرمې برخې د ترهګرۍ او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ارتباط دي.
د امریکا متحدهایالاتو د۲۰۲۰م کال د فبروري په ۲۹مه له طالبانو سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ.
د دې تړون یو شمېر مادې له رسنیو سره شریکې شوي او یو شمېر یې نه دې شریکې شوي.
په پروني پاډکسټ کې خلیلزاد زیاته کړه چې د دوحې تر ټړون مخکې د سولې د خبرو پر مهال واشنګټن هغه وخت دا نظر درلود چې د ځواکونو ایستل باید د طالبانو او افغان حکومت تر منځ له موافقې سره مشروط نه شي، ځکه چې افغانان په خپلو کې توافق ته نه رسېږي.