منظور پښتين: د تېرو شلو کلونو پر مهال پښتونخوا کې نژدې ۸۰ زره پښتانه وژل شوي

منظور پښتين

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین وايي، په پښتونخوا کې په تېرو شلو کلونو کې نژدې اتیا زره کسان وژل شوي، چې څه باندې ۹ زره يې د خبیر اوسېدنکي وو.

پښتين دا څرګندونې نن د خیبر په ریګي للمه کې د پښتنو قومي جرګه ته په خپلې وینا کې کړي دي.

پښتون ویلي، دا کسان په هغې جګړه کې وژل شوي چې د پښتنو نه وه.

د جرګې له سیمې د ازادي راډیو د مشال برخې خبریال وسیم سجاد وايي، د جرګې په ځای کې د لګیدلي لوی سکرین له لارې خلکو سره معلومات شریکیږي.

تمه وه، چې جرګه پرون پیل شي، خو د پي‌ټي‌ایم غړو او د جرګې تنظمیونکو ویلي، د امنیتي او انتظامي ستونزو له کبله دا جرګه نن د اکټوبر ۱۲مه رسما پیل شوه.

پښتنو دا درې ورځنۍ جرګه په سیمه کې د روانو ناامنیو، جبري لادرکه کېدو او د پښتون مېشتو سیمو د وسایلو د واک د ستونزو او یوشمېر نورو چارو د هوارۍ، او په اړه يې د پرېکړې کولو په موخه رابللې ده.

دغې درې ورځنۍ جرګې ته د بېلابېلو پښتون مېشتو سیمو څخه په زرهاوو کسان ورغلي دي.