پر غزه د اسراييل د بريد پر مهال ۱۹ فسلطينيان وژل شوي

پر غزه د اسراييلو بريد

د اسرايیل پوځ تېره شپه بیا پر غزه حمله کړې او لږ تر لږه ۱۹ فلسطینیان یې وژلي دي.

روغتیايي سرچینو نن شنبه دا خبر ورکړی دی.

راپورونه وايي، د اسرايیل ځواکونو د جبالیا سیمې پر لوري مخکې تګ ته دوام ورکړی، چې د نړیوالو خیریه بنسټونو په وینا په زرګونو کسان په‌کې راګیر پاتې دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، اسرايیلي ځواکونو پر جبالیا سیمې چې د غزې په شمال کې پرته ده او د بې‌ځایه شویو کمپونه په‌کې دي، هوايي او ځمکني عملیات سخت کړي دي.

د اسرايیل پوځ د تازه حملې په باب څه نه‌دي ویلي، خو په مخکېنیو ورځو کې یې په جبالیا او شاوخوا سیمو کې د عملیاتو په نتیجه کې د لسګونو افراطي وسله‌والو د وژلو خبره کړې وه.

د فلسطینیانو روغتیايي چارواکي وايي، د یوې اوونۍ په موده کې په جبالیا کې د وژل شویو شمېر ۱۵۰ ته رسېدلی دی.