طالبانو د عراق له زندانونو د ۲۵ افغان بنديانو د خوشې کېدو خبر ورکړی

له ارشيفه د عزاق د يو زندان انځور

د عراق له زندانونو د لږ تر لږه ۲۵ افغان بندیانو د خوشې کېدو او افغانستان ته د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (د اکټوبر۱۲مه) پر خپلې ایکس‌پاڼې (پخواني ټویټر) لیکلي: " ۲۵ تنه هغه افغان بندیان چې د عراق په بېلابېلو زندانونو کې يې شپږ میاشتې بند تېر کړ، راخوشې شوي او په ایران کې د افغان سفارت له لارې بېرته افغانستان ته راستانه کړای شوي دي."

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وړاندې د نیمروز ولایت د سرحدي امریت په حواله ویلي، دا کسان په عراق کې د قانوني اسنادو د نه درلودو له کبله بندیان شوي وو.

له‌‌دې وړاندې ایراني چارواکو ویلي وو، په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۲۷۰ زره افغانان له ایرانه را ایستل شوي دي.

د ایراني چارواکو په خبره، ډېر شمېر دغو افغانانو په ایران کې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل.