د اوکراين د بې‌پيلوټه الوتکو د بريد له امله د روسيې په يوشمېر سيمو کې درې تنه ټپيان شوي

په دغو بريدونو کې د ځاني زيان راپور نه‌دی ورکړل شوی.

روسي چارواکي وايي، د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو نن سهار وختي د روسیې پر بلګورود او کراسنودار سیمو بریدونه کړي، چې له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.

د بلګورود والي ویاچسلاف ګلادکوف په ټلېګرام کې ویلي، چې په اوستینکا کې د برید له امله یوه ښځه او دوه نارینه ټپیان شوي، چې په روغتون کې بستر دي.

په کراسنودار کې، یوه محلي چارواکي وینیامین کوندراتییف په ټلېګرام کې لیکلي، په‌دې ځای کې درې کورونه او یو موټر د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو له کبله ویجاړ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د ځاني زیان راپور نه‌دی ورکړل شوی.

د اوکراین د ختیځ لوهانسک په رووینکي نومې سیمه کې چې روسیې اشغال کړې د تېلو په یوه ډیپو کې اور لګېدلی.

د ټلېګرام په محلي چینلونو کې دا راپور ورکړل شوی او د اورلګېدنې یوه ویډیو خپره شوې ده.

د اوکراین پوځ هم ویلي چې، د اوکراین ختیځ په لوهانسک سیمه کې د روسیې تر اشغال لاندې د تېلو یو ډيپو يې ویشتلی دی.

دا له مې میاشتې وروسته چې هغه وخت هم د تېلو پر ډیپو حمله شوې وه، دویم برید دی.

په جلا خبر کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي، د دوی ځواکونو ۱۷ بې‌پيلوټه الوتکې د کراسنودار پر فضا، ۱۲ د کورسک، ۲ د بلګورود او ۱۶ نورې د ازوف پر فضا ویشتلي او نسکورې کړې دي.