ايران: حسن نصرالله سره يو ځای د سپاه پاسداران د وژل شوي جنرال مړی موندل شوی

ارشيف

ایران پرون جمعه اعلان وکړ، چې د سپاه پاسداران د هغه جنرال مړی یې موندلی، چې تېره میاشت د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حزب‌الله ډلې له مشر حسن نصرالله سره یوځای د اسرايیل په هوايي حمله کې وژل شوی و.

د ایران سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي، د شهید عباس نیلفروشان مړی تر سختو هڅو وروسته موندل شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې، ایران ته د نیلفروشان د مړي د انتقال او جنازې پلانونه به وروسته اعلان شي.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو وتلی قوماندان عباس نیلفروشان د سپټمبر پر ۲۷مه له حسن نصرالله سره یوځای ووژل شو.

قدس ځواکونه د سپاه د بهرنیو عملیاتو څانګه ده.