د هرات-اسلام‌کلا پر لاره د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

د ترافيکي پېښې يو انځور - ارشيف

د هرات-اسلام‌کلا پر لویه لار په ټرافیکي پېښه کې د درېیو کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د هرات لپاره د طالبانو د والي ویاند محمد یوسف سعیدي رسنیو ته ویلي، پرونۍ پېښه له سړک د یوه ټکسي موټر د اوښتو له کبله شوې چې، په نتیجه کې یې بل تن ټپي شوی هم دی.

د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو راپور ورکړی، چې دغه ټکسي موټر د ایران له مشهد څخه مسافر هرات ته لېږدول.

د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بې‌احتیاطي په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.