يو ايرانی چارواکی: تېرو شپږو مياشتو کې ۲۷۰زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

ارشيف

د ایران یوه لوړرتبه چارواکي ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې له ایرانه ۲۷۰زره افغانان خپل هېواد ته ایستل شوي دي.

د خراسان رضوي ولایت د اتباعو او کډوالو عمومي مدیر حسین شرافتي پرون جمعه ویلي، دا د تېر کال د همدې مودې پر تله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

ایرنا دولتي اژانس د هغه په وینا راپور ورکړی چې په دغو کسانو کې بې‌‌اسناده افغانان او هغه کسان هم شامل دي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.