پي‌ټي‌ايم په خيبر کې د پښتنو جرګې د لومړني بهير د پيل خبر ورکړی

د پښتنو قومي جرګه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌ايم) وايي د "پښتنو قومي عدالت" په نوم یې د درې ورځنۍ ملي جرګې لومړنی بهیر پیل کړی او ترتیبات تقریباً بشپړ شوي دي.

د غورځنګ ګڼ فعالان د خیبر د جمرود په رېګي للمې په میدان کې د پراخې جرګې د تنظیم چارې پر مخ بیایي او د نظم لپاره یې یوه ډله ګمارلې ده.

دغه جرګه چې ټاکل شوې وه، پرون پیل شي خو د ځینو تخنیکي ستونزو او جرګې ته د خلکو د ډلو د نه رسېدو له کبله پیل نه‌شوه.

د جرګې پر ساحه له څو ورځو د پاکستان امنیتي ځواکونو چاپې واچولې او هلته درول شوې خېمې او د جرګې د انتظام لپاره یې نور شیان لیرې کړل او میدان یې ونیوه.

تر دې جرګې مخکې د پاکستان حکومت د اکتوبر میاشتې پر شپږمه د يو فرمان په خپرولو پر پښتون ژغورنې غورځنګ بنديز ولګاوه او د ترهګرۍ مخنيوي د قانون له‌مخې يې ناقانونه سازمان اعلان کړ.

نن د خيبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډاپور هم د جرګې ځای ته ورغلی و.