د ايران له لوري پر اسراييل د بريد په غبرګون کې امريکا پر ايران نوي بنديزونه ولګول

د امريکا بيرغ

د امریکا متحده‌ایالتونو پر اسراییل د ایران د تېرې اوونۍ د برید په غبرګون کې پرون جمعه پر ایران نور بندیزونه لګول.

د امریکا د خزانې وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، په دغو نویو بندیزونو سره به چې د ایران د تېلو صنعت په‌کې په نښه شوی، پر دې هېواد مالي فشارونه لا زیات شي او د تېلو د پلور له پلوه به یې د رژیم عواید چې هغه په سیمه کې د بې ثباتۍ او د متحده‌ایالتونو پر متحدینو د برید لپاره کارولای شي، کم شي.

د امریکا د خزانې وزیرې جنیت یلین وویل، پر اسراییل د ایران د برید په ځواب کې متحده‌ایالات د ایران د رژیم د تمویل او د بې ثباته کوونکو فعالیتونو د ترسره کولو د وړتیا د لا ګډ وډولو لپاره پرېکنده اقدام کوي.

په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ۶ شرکتونه او شپږ کښتۍ له ایران څخه د تېلو د محصولاتو د لېږد یا سوداګرۍ لپاره د بند ملکیت په توګه پېژندلي.

د دغو بندیزونو له‌مخې په متحده‌ایالتونو کې د په نښه شویو شرکتونو او کښتیو ټولې شتمنۍ کنګل کېږي او امریکایان له‌دې منع کوي چې ورسره هر ډول معامله وکړي.