د روسيې او ايران ولسمشرانو ترکمنستان کې ليدنه کړې

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پرون په‌داسې حال کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې سره وکتل چې، په اوکراین او منځني ختیځ کې د روانو جګړو په اړه د لوېدیځ اندېښنې په زیاتېدو دي.

روسیه د اوکراین په جګړه کې په مسقیم ډول ښکېله ده اوایران هم په‌دې وروستیو کې په سیمه کې د نیابتي ډلو په ملاتړعملي اقدامات کړي دي.

د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له‌مخې دواړه مشران له دغې کتنې په استفادي غواړي چې په خپلو کې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

په عشق‌اباد کې د پوتین او پزشکیان ترمنځ دغه کتنه چې د یوه کنفرانس په څنډه کې ترسره شوه، د دواړو ولسمشرانو ترمنځ لومړنی کتنه ده.

د دوی ترمنځ بله کتنه د بریکس ډلې په سرمشریزه کې چې په پام کې د روانې اوکتوبر میاشتي له ۲۲ نه تر۲۴ پورې د روسیې په کازان کې جوړه شي، په پام کې نیول شوې ده.

د کریملین ویاند دیمتري پسکوف د روسیې او ایران د ولسمشرانو له پرونۍ کتنې مخکې خبریالانو ته وویل، په‌دې کتنه کې به پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشي، خو د نوموړي په خبره بې له شکه د منځني ختیځ روان وضعیت به هم د دوی د خبرو په اجنډا کې وي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له میاشتې راهیسې چې روسیې پر اوکراین پراخ برید کړی، د مسکو او تهران ترمنځ اړیکې پیاوړې شوې دي.

روسیې په دغه جګړه کې تر ډېره د ایران له بې‌‌‌‌پیلوټه الوتکو کار اخیستی، خو ایران د لوېدیځ د تورونو په ځواب کې ویلي، د اوکراین له جګړې مخکې یې مسکو ته یو محدود شمېر بې‌پیلوټه الوتکې ورکړې دي.