د جرمني صدراعظم پرون اوکراين سره د يونيم ميليارد ډالرو په ارزښت پوځي مرسته اعلان کړه

د جرمني د صدراعظم او د اوکراين د ولسمشر ليدنه

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پرون جمعه د یونیم ميلیارد ډالرو په ارزښت له اوکراین سره د نورو پوځي مرستو اعلان وکړ.

دغه اعلان د جرمني په پلازمېنه برلین کې د اوکراین د ولسمشر ولودمیر زيلینسکي او د جرمني د صدراعظم شولڅ په کتنه کې وشو.

شولڅ وايي، په دغو مرستو کې د هوايي مدافع دستګاوې، توپخانه او بې‌پيلوټه الوتکې شاملې دي.

هغه ویلي دا مرسته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته څرګند پیغام ورکوي، چې جرمني به د اوکراین تر څنګ وي.

زيلینسکي د اروپا د سفر پر مهال په جرمني کې تم شو، تر دې مخکې په جرمني کې د امریکا د متحده‌ایالتونو په یوه پوځي اډه کې د اوکراین په باب یوه نړیواله سرمشریزه لغوه شوه، ځکه په امریکا کې د توفانونو له کبله ولسمشر جو بایډن په خپل هېواد کې پاتې شو او ګډون یې نه‌شوای کولی.