شمالي کوريا د تبليغاتي پاڼو د شيندلو له امله جنوبي کوريا ته خبرداری ورکړی

شمالي کوريا

شمالي کوریا پر خپل رقیب هېواد جنوبي کوریا تور ولګاوه، چې د شمالي کوریا خلاف د تبلیغاتي پاڼو د شیندلو لپاره د شمالي کوریا پر پلازمېنه بې‌پېلوټه الوتکې الوزوي.

شمالي کوریا خبرداری ورکړ، که دا الوتنې بیا تکرار شي، دوی به مجبور شي چې د ځواک په کارولو سره یې ځواب ووايي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، چې د جنوبي کوریا بې‌پېلوټه الوتکې د اکتوبر میاشتې پر درېیمه، تېره چهارشنبه او پنج‌شنبه کشف شوي دي.

دغه وزارت جنوبي کوریا د شمالي کوریا له ملي حاکمیت په سرغړونه او د شمالي کوریا امن ته د خطر په پېښولو تورنه کړه.

د جنوبي کوریا حکومت او پوځ د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د دغه بیان په باب څه نه‌دي ویلي.
د دواړو کوریاګانو ترمنځ په وروستیو کې د ځینو موضوعاتو پر سر کړکېچ زیات شوی دی.