ډبليو‌ايچ‌او: اسراييل غزه کې د هغو امبولانسونو مخه نيسي چې کار يې د خطرناکو ناروغانو لېږدول وي

غزه کې اسراييلي ځواکونه

د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) پر اسرايیل تور ولګاوه، چې د هغو امبولانسونو په وړاندې خنډ جوړوي، چې کار یې د جدي ناروغانو لېږدول دي، په ځانګړي ډول د غزې له خطرناکو برخو.

د اشغال شویو سیمو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان استازي ریک پیپرکورن (Rik Peeperkorn) ویلي، دغه سازمان او د سرې میاشتې ټولنې په څېر یې نورو شریکانو په درېیو مواردو کې هڅه وکړه، چې د امبولانسونو له کتارونو سره، د غزې تړانګې په شمال کې درېیو روغتونونو ته ځانونه ورسوي.

د ده په وینا د محلي روغتیايي چارواکو په غوښتنه باید ځینې ناروغانو نورو ساحو ته لېږدول کېدلای، ځکه اسرايیلي چارواکو دوی ته له دغو ساحو او روغتونونو د وتلو امر کړی و.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه استازي ویلي، د دوی کاروانونه د څو ساعتونو لپاره په چک پاینټونو کې ځنډول شوي دي.
د ده په وینا، بالاخره بې له‌دې چې څه ترلاسه شي، دغو کاروانونو ته بېرته د ستنېدو امر وشو.