کرن ډيکر: امريکا د افغان نجونو ملاتړ کوي

کرن ډيکر

د افغانستان لپاره د امريکا متحده‌ايالاتونو شارژدافېره وايي، امريکا د هغو نه ستړې کېدونکو افغان نجونو ملاتړ کوي، چې د تعلیم او بنسټونو ازادیو په برخه کې له خنډونو سره مخامخې دي.

کرن ډیکر پرون د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې افغانه نجلۍ هره ورځ د زده‌کړې، ودې، کار او پرمختیا د فرصتونو مستحقه ده.

د هغې په لیکنه، د افغانستان راتلونکی، د دغو نجونو له ونډه پرته نه‌شي یقیني کېدلای.

په‌دې مناسبت پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: "له ټولنیز ژوندانه او تعلیم څخه د نجونو محرومېدل نه جبرانیدونکي زیانونه لري."

پرون تر دې مخکې، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د نجونو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی په افغانستان کې دغه ارزښتناکه ورځ په ډېر خپګان سره لمانځي، ځکه چې واکمنو چارواکو له ۱۱۲۰ ورځو راپه‌دې‌خوا له ۱۲ کلونو څخه د ډېر عمرلرونکو نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.