د ایران د اسلامي شورا د مجلس یا پارلمان مشر محمد باقر قالیباف وايي، په تاجکستان کې یې د افغانستان د ثبات او امن پر موضوع خبرې کړې دي.
قالیباف پرون له تاجکستانه تهران ته له دوه ورځني رسمي سفر څخه د ستنېدو پر مهال ویلي، په تاجکستان کې یې د کوربه هېواد له چارواکو سره، له افغانستانه د مخدره موادو او وسلو د قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو هم بحث کړی دی.
په تاجکستان کې دا پارلماني غونډه چې د نږدې ۱۰ هېوادونو د پارلمانونو مشرانو پهکې برخه اخیستې وه، د تاجکستان د اساسي قانون د تصویب د دېرشمې کلیزې په مناسبت رابلل شوې وه.
د ایران د پارلمان مشر تېره پنجشنبه د تاجکستان د ملي اسمبلۍ له مشر رستم امام علي سره هم په دوشنبې ښار کې وکتل.
قالیباف نهدي ویلي، چې په تاجکستان کې یې د بحثونو پر مهال د افغانستان په باب ځینې پرېکړې هم کړې دي که څنګه؟
د تاجکستان تر څنګ ایران هم په وار-وار تور لګولی، چې له افغانستانه مخدره مواد او وسلې ورقاچاقېږي، هغه تور چې طالبانو نهدی منلی.