د ۲۰۲۴کال د نوبل سولې جايزه يو جاپاني سازمان ته ورکړل شوه

د نوبل سولې جايزې د اعلان انځور

د ۲۰۲۴ کال د نوبل د سولې جایزې جاپاني سازمان نیهون هیدانکیو Nihon Hidankyo ته چې پر هیروشیما او ناګاساکي د غورځول شویو اټومي بمونو ژوندي پاتې شویو جوړ کړی او د اټومي وسلو د له‌منځه وړلو لپاره هڅې کوي، ورکړل شوه.

د ناروې د نوبل د سولې کمېټې نن جمعه په اوسلو کې اعلان وکړ، چې سږکال دغې جایزې ته ۱۷۹ افراد او ۸۹ سازمانونه غوره شوي و، چې له‌منځه یې دغه سازمان ته ياده جایزه ورکړل شوه.

دغې کمېټې د يادې جایزې د اعلانولو پر مهال وویل، د هیروشیما او ناګاساکي څخه د اټومي بمونو د ژغورل شویو دغه بنسټیز حرکت ته چې د هیباکوشا په نوم هم یادیږي، د نوبل د سولې جایزه د هغو هڅو په خاطر ورکړل شوه چې، دوی له اټومي وسلو د یوې پاکې نړۍ لپاره مخته وړي، د شاهدانو د سترګو لیدلی حالت یې بیان کړی چې ښیي اټومي وسله باید هیڅکله هم بیا ونه کارول شي.

د ناروې د سولې د نوبل کمېټې ویلي، د دې سازمان د پراخو هڅو په نتیجه کې په نړۍ کې اټومي وسله پر یوه تابو بدله شوې ده.