بلېنکن: امريکا په منځني ختيځ کې د يوې پراخې جګړې د مخنيوي هڅې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، واشنګټن تر اوسه هڅه کوي چې، په منځني ختیځ کې د یوې پراخې جګړې مخه ونیسي او له اسراییل یې غوښتي چې د بیروت په مرکزي برخه کې له وروستیو بریدونو وروسته، چې ۲۲ کسان په‌کې ووژل شول، د ملکیانو ساتنه وکړي.

بلېنکن دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې، اسراییل په بیروت کې په بریدونو کې دوه ودانۍ په نښه کړې وې چې بشپړې ویجاړې شوې.

بلېنکن په لاوس کې د ختیځې اسیا له سرمشریزې وروسته خبریالانو ته وویل، واشنګټڼ په سیمه کې د یوې پراخې جګړې د مخنیوي لپاره جدي هڅو ته دوام ورکړی او زیاته یې کړه، دا ډېره مهمه ده چې اسراییل ډاډ ترلاسه کړي چې د جګړې پر مهال ملکي وګړي خوندي دي.

د لبنان یوشمېر سرچینو ویلي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه د حزب‌الله یو جګپوړی غړی وژل شوی دی.