د بلوچستان په ډوکي کې د سکرو په يوه کان کې ۲۰ تنه وژل شوي

پاکستان کې د ډبرو سکرو يو کان

نامعلومو وسله‌والو نن سهار په بلوچستان د سکرو په یوه کان کې ۲۰ تنه ووژل.

په‌دې پېښه کې چې د بلوچستان په ډوکي کې شوې، ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو د ماموریت یوه افسر همایون خان نن خبریالانو ته وویل چې، حمله کوونکو د راکټونو په شان له درنو وسلو هم کار اخیستی دی.

د روغتیايي چارواکو په وینا روغتون ته د ۲۰ تنو مړي او ۷ ټپیان ور وړل شوي دي.

حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی.