ملاله يوسفزۍ: اسلامي هېوادونه دې د ښځو د حقونو په اړه طالبانو سره حساب وکړي

د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ملاله یوسفزۍ

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ پرون (پنج‌شنبې) د ښځو په اړه د طالبانو د حکومت پالیسي وغندله او په ځانګړي ډول یې له مسلمانو هېوادونو وغوښتل چې په‌دې برخه کې له طالبانو سره حساب وکړي.

دې پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، افغان طالبانو د خپلو توپکونو خولې د افغان نجونو او ښځو خوا ته اړولي، له زده‌کړو، کار او ازاد ژونده یې محرومې کړي دي.

ملالې یوسفزۍ همداراز ویلي، د ښځو خلاف د طالبانو منظم ظلم او بې رحمي دومره زیاته ده چې، افغان فعالانې او د بشري حقونو مدافعان یې جنسیتي اپارتاید بولي.

دې له هېوادونو او حکومتونو وغوښتل چې له خپل قدرت او نړیوالو قوانینو څخه په کار اخیستو طالبان ځواب ویلو ته اړ باسي.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو خلاف په تدریج محدودیتونه زیات کړي، له زده‌کړو او کار یې منع کړي او ان پارکونو او حمامونو ته له تلو یې هم راګرځولې دي.