نن خيبر کې د پښتنو د عدالت لپاره قومي جرګه جوړيږي

خيبر کې جرګې ته راټول شوي پښتانه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) وايي، له بندیزونو او چلنجونو سره-سره به نن په خیبر کې د پښتنو لپاره د عدالت قومي جرګه کېږي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د نړۍ هيڅ ځواک د جرګې مخه نه‌شي نیولی.

د خیبرپښتونخوا چارواکو د دغه ایالت د اعلی وزیر سردار علي امین ګنډاپور په مشرۍ پلاوي په خپله پرونۍ غونډه کې دغې جرګې ته په مشروط ډول اجازه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د جرګې موخه يې په پاکستان په غیرقانوني ډول د خلکو د نیولو، په جبر د پښتنو د ورکېدو او نورو ستونزو پر ضد احتجاج دی.

راپورونه وايي، د چهارشنبې په ورځ ریګي للمه سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په په ډزو د دغه غورځنګ لږ تر لږه ۳ غړي ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یک‌شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز ولګاوه او دا یې د ترهګرۍ ضد قانون له‌مخې یو "غیر قانوني سازمان" وباله، خو دې کار سخت عکس العملونه وپارول.

منظور پښتین د پاکستان د حکومت دا اقدام "ډېر ظالمانه" بللی و.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون دغه اقدام غندلی او پر حکومت یې غږ کړی و، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.