پښتين د جرګې ګډونوالو ته: له جرګې په شا نه‌شئ

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن د (اکټوبر لسمه) په خیبر کې د جرګې په ځای کې په خپلې وینا کې له پښتنو غوښتي چې له جرګې په شا نه‌شي.

هغه ویلي: "زموږ له خبرو دا خلک (د پاکستان حکومت) دومره ورخطا دی او که لاس جګ کړو نو ټول يې د کراچۍ سمندر ته ځانونه غورځوي."

پښتین زیاته کړې، د پښتنو دا قومي جرګه چې هره پرېکړه وکړي دا به يې عملي کوي.

نن د خیبر په میدان کې په زرهاوو کسان راټول شوي چې، سبا د اکټوبر یوولسمه د پښتنو قومي عدالت جرګه کې برخه واخلي.

دې جرګې ته د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو سیمو په زرهاوو کسان ور روان دي، چې یوشمېر يې د پولیسو له‌خوا نیول شوي هم دي.

تېره ورځ د خیبر په ریګي للمه سیمه کې د پاکستان د پوځ له‌‌‌خوا د جرګي پر ګډونوالو د ډزو په پایله کې درې تنه ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
منظور پښتین له‌دې وړاندې ویلي، په هره بیه چې کېږي، جرګه به کوي.