د میلټن په نوم توپان د امریکا د فلوریډا ایالت ته رسېدلی؛ سيمه کې وضعيت بېړنی دی

د میلټن په نوم توپان

د میلټن په نوم توپان نن پنج‌شنبې د (اکټوبر لسمه) د امریکا فلوریډا ایالت ته رسېدلی او د دې ایالت ډېر ساحلي ښارونه د شدیدو بارانونو او تندو بادونو چې سرعت يې په یو ساعت کې له ۱۶۰ کیلومټرو څخه ډېر دی، مخامخ دي.

د راپورونو پر بنسټ، دغې توپان د فلوریډا په ډېرو سیمو کې برېښنا پرې کړې او تر نن سهاره د څه باندې درې میلیونو کورونو، اقتصادي او سوادګریزو مرکزونو برېښنا پرې شوې وه.

د اسوشیټد پرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د میلټن توپان پرون شپه ناوخته د "سیستاکي" نژدې د "ساراسوتا" ښار ته چې د "تمپا" په جنوب کې دی را ورسېد.

د تمپا په سیمه کې اوس هم وضعیت اضطراری دی.

د فلوریډا ایالت په سنت پټرزبورګ ښار کې د ۴۱ سانتي مترو په اندازه باران ورېدلی دی، چې له کبله يې د امریکا د هوا پېژندنې ملي ادارې د فلوریډا په مرکزي او غربي برخو کې د ناڅاپي سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.

په سنت پټرزبورک ښار کې د "تروپیکانا" په نوم د یو ورزشي ستډیوم ډېرې برخې ویجاړې شوي او د دې توپان له کبله څو جرثیقلې هم راغورځېدلي دي.

د سنت پترزبورګ ښار اوسېدونکي نه‌شي کولی چې د خپلو کورونو د نلونو له اوبه ګټه واخلي، ځکه د اوبو جریان پرې شوی او په ټول ښار کې عامه خدمات بند شوي دي.

سيمه کې برېښنا پرې شوې او بېړنی وضعيت اعلان شوی.

د فلوریډا ډېرې برخې په ځانګړې توګه د اتلانتیک سواحل د میلټن له توپانه سختې زیانمنې شوي سیمې دي.

د سنت لوسي ښارګوټي د سیمه‌ییزو پولیسو یو چارواکي کیت پیرسن ویلي، د دې ښار یوشمېر اوسېدنکي د توپان له کبله وژل شوي، خو دا يې نه‌دي ویلي چې څومره کسان وژل شوي دي.

له‌دې دوه اوونۍ وړاندې د "هیلین" په نوم یو توپان په همدې سیمه کې ۲۳۰ تنه ووژل او ډېر کورونه يې ویجاړ کړل.

د میلټن توپان له کبله به سندونه او جهیلونه له اوبو ډک شي، ځکه دا توپان له فلوریډا ایالت څخه تېریږي او تمه ده چې د اورلندو د سیمې خلک هم اغېزمن کړي.

د میلټن توپان په فلوریډا ایالت کې داسې مهال ډېر خلک زیایمن کړي، چې له‌دې دوه اوونۍ وړاندې د "هیلین" په نوم یو توپان په همدې سیمه کې ۲۳۰ تنه ووژل او ډېر کورونه يې ویجاړ کړل.

له‌‌دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن د فلوریډا ایالت له اوسېدونکو غوښتي وو چې، له توپان مخکې د تخليې سپارښتنې پلي کړي.

د امریکا فلوریډا ایالت ته د میلټن توپان له رسېدو مخکې په زرهاو کسان خوندي ځایونه ته انتقال شوي وو.

د امریکا ولسمشر د دې هېواد جنوبي سواحلو ته د توپان د رسېدو له کبله جرمني او انګولا ته خپل سفرونه ځنډولي دي.