د پاکستان حکومت: خيبر کې د پښتنو جرګه د موازي حکومت په موخه جوړيږي

خيبر کې د پښتنو د جرګې يو انځور

د پاکستان حکومت تور پورې کړی چې، خيبر کې د پښتنو جرګه د یو موازي حکومت او په ټولنه کې د اختلافونو د رامنځته کېدو په موخه جوړیږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پرون چهارشنبې د(اکټوبر ۹مه) په اسلام‌اباد کې یوې خبرې غونډې ته ویلي وو: "د اکټوبر ۱۱مه لویه جرګه نه بلکې د زرګونو کسانو وربلل بل څه دي."

د دغو تورونو په ځواب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ فعال عطالله جان پرون د ازادي راډیو مشال برخې سره په خبرو کې ویلي: "پښتون ژغورنې غورځنګ د حکومت ضد هیڅ ډول اقدام نه‌دی کړی، بلکې یوازې د پښتنو د حقونو پوښتنه کوي."

د پاکستان حکومت د اکټوبر په شپږمه په یو بیان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

د غورځنګ مشر منظور پښتین په همغه ورځ په یو بیان کې د پاکستان د حکومت دغه اقدام "ظالمانه" بللی و او د پاکستان د بشري حقونو د کمېسیون په ګډون د بشري حقونو ادارو، فعالانو او یوشمېر سیاستوالو د پاکستان د حکومت دا اقدام غندلی او خواشیني يې پرې څرګنده کړې وه.

د بښنې نړیوال سازمان د اکټوبر په اتمه په یو بیان کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز او د ترهګرۍ ضد قانون د پلي کېدو په اړه سختې نیوکې کړې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د دې غورځنګ د یو مخکښ فعال ګیله‌من وزیر چې په تېرې جولای میاشت کې په اسلام‌اباد کې ووژل شو، د جنازې په مراسم کې د پښتنو د یوې لوې جرګې د جوړېدو ژمنه وکړه.