د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت د یو بل کار لپاره وغځول شو

په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ ماموریت د یو بل کار لپاره وغځاوه.

دغې شورا پرون چهارشنبې د اکټوبر نهمه د یوه پرېکړه‌لیک په تصویب سره له ریچارډ بینېټ غوښتي څو د طالبانو د نوي "امربالمعروف او نهی عن‌المنکر" قانون په اړه راپور جوړ کړي.

دغه پرېکړه‌لیک چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۷مه غونډه کې تصویب شو، په کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغانو ښځو او نجونو د حقونو د پراخو سرغړونو غندنه شوې او د اقلیتونو سربېره، نورو زیانګالو ډلو ته د حساب ورکولو، عدالت او پر ملاتړ يې تینګار شوی دی.

دغې شورا په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو د مستند کولو لپاره د لا زیاتو سرچینو او اسانتیاوو په برابرولو هم ټینګار کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده‌کړو راګرځول شوي او د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتوني زده‌کړو هم محرومې شوي دي.

له دې بندیزونو سربېره، طالبانو په یو شمېر دولتي او غیردولتي ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګولی دی.