پوليسو د خيبر جرګې ته تلونکي ۸۰کسان نيولي

د خيبر جرګې يو انځور

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د بنو پولیسو خیبر جرګې ته پر تلونکو کسانو چاپې وهلي او ۸۰ تنه يې نیولي دي.

د ازادي راډیو مشال برخې د شمالي وزیرستان یوشمېر اوسېدونکو نن د (اکټوبر لسمه) وویل، د بنو پولیسو په مختلفو ځایونو کې چاپي ووهلې او لسګونه کسان يې ونیول.

د خیبر په ریګي للمه کې د جرګې په کمپ کې د غورځنګ یو فعال لطیف وزیري مشال راډیو ته وویل، د انټرنېټ او نورو شبکو د بندېدو له کبله په اسانه جرګې ته د را روانو کسانو سره اړیکه نه‌شي نیولی، خو په خبره يې، تر ۸۰ ډېر کسان نیول شوي دي.

پرون چهارشنبې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو د پاکستاني پولیسو په ډزو کې درې کسان ووژل شول او تر لسو ډېر نور ټپیان شول.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د نړۍ هیڅ ځواک نه‌شي کولای چې د دوی د جرګې، چې ټاکل شوې سبا جمعه پیل شي، مخه ونیسي.

پښتین تېره شپه خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل، د پاکستان حکومت د ګډونوالو په وړاندې لارې بندې کړي او خنډونه یې جوړ کړي، خو په وینا یې خلک باید دا خنډونه له پامه وغورځوي.

نوموړي وويل: "زه منمه چې د جرګې انتظامات به هغه شان اوس نه وي ممکن، خو جرګه بیا هم کوو، جرګه موږ نه پرېږدو. پښتونه! په یوولسم تاریخ، که د ټولې دنیا قوتونه سره یوځای شول او دوی برید وکړ، یو چانس کېدلی شي چې زموږ او ستاسو ټول لاسونه هلته پراته وي، تر دې پورته د دغې جرګې د لغوه کېدو بل هیڅ چانس نه‌شته، خامخا جرګه موږ کوو."

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون چهارشنبه د خیبر درې په رېګي للمه سیمه کې د جرګې په تابیا کوونکو د پاکستاني پولیسو په ډزو کې درې کسان ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان شول.

ټاکل شوې دغه جرګه چې شاوخوا ۳۰زره کسان وربلل شوي، درې ورځې دوام وکړي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د پولیسو تاوتریخوالی غندلی دی.