د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون د پي‌ټي‌ايم له غړو سره د تاوتريخوالي په اړه اندېښنه ښودلې

د پي‌ټي‌ايم يو ټپي شوی غړی

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خیبر دره کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له غړیو سره تاوتریخوالي ته ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

دغه کمېسیون پرون په خپلې ایکس‌پانې (پخواني ټویټر) کې ولیکل، د هغو مظاهره‌چیانو پر ضد چې وسلې نه‌لري، له زوره کار اخیستل قانوني عمل نه‌دی.

د پېښور د حیات‌اباد میډیکل کمپلیکس د روغتیایي چارو رییس شهزاد اکبر د ازادي راډيو مشال څانګې ته د چهارشنبې په ورځ وویل، روغتون ته د خیبر درې له رېګي للمې پنځلس کسان ورلېږدول شوې دي چې، درې تنه یې مړه شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې روانه اوونۍ د پاکستان مرکزي حکومت غیر قانوني اعلان کړ، د جمعې په ورځ په رېګي للمه سیمه کې غواړي چې د پښتنو لویه جرګه جوړه کړي، خو پولیسو تر اوسه د دوی د جرګې پرځای څو ځله بریدونه کړې دي او د هغوی خېمې یې سوځولي دي.