طالبانو د دوو مېرمنو په ګډون نهه کسان په دُرو وهلي

د طالبانو وسله‌وال

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د دوو مېرمنو په ګډون نهه تنه د مختلفو جرمونو په تور په دُرو ووهل.

د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو وویل، چې پنځه تنه د کندهار په لوبغالي کې د عامو خلکو مخې ته په دُرو ووهل شول.

د طالبانو سترې محکمې ویلي دي، دغه پنځه تنه هر یو د زنا، لواطت او غلا په جرم نهه دېرش دُرې وهل شوي او له دوو تر اوو کلونو په بند محکوم شوي دي.

بل لور ته پرون دوه نارینه او دوې ښځې په تخار او سمنګان ولایتونو کې د زنا په تور په دُرو ووهل شول.

وروسته تر دې چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال په اګست کې کابل ونیو، په سلګونو نارینه او ښځو ته یې په عام محضر کې دا ډول سزاوې ورکړې دي، چې ملګروملتونو له دوی څخه په کلکه غوښتې دي چې له دا ډول سزاګانو لاس واخلي ځکه چې ملګري ملتونه دا د بشري قوانینو او اصولو خلاف عمل بولي.