پښتون ژغورنې غورځنګ: د خیبر په رېګي للمه کې پولیسو زمونږ درې غړي ووژل

د پښتون ژغورنې غورځنګ د وژل شویو غړیو مړي او ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ یا "پي‌ټي‌ایم" وايي چې د خیبر ضلعې په رېګي للمه کې د "پولیسو او ایف‌سي ځواک په مستقیمو ډزو کې" یې درې غړي وژل شوي دي.

غورځنګ د اکټوبر پر نهمه پر خپله رسمي ایکس‌پاڼه یا پخواني ټوېټر په بیان کې په ډزو کې د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو وېره ښودلې ده.

دا تر هغې وروسته ده چې غورځنګ پر ایکس په دوو نورو بیانونو کې وویل چې د "پولیسو په ډزو کې" یې "ډېری غړي" ژوبل شوي چې د پېښور روغتون ته انتقال شول.

تر دې مخکې یو عیني شاهد، چې د موضوع د حساسیت له وجې یې د نوم له ښودلو ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې فعالانو یې نن د جرګې د کمپ پر لوري د تګ هڅه کوله چې "پولیسو ورباندې ډزې" وکړې.

د خیبر انتظامیې او پولیسو لا د "پي‌ټي‌ایم" او د عیني شاهد د دعوو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې پنځه تنه ژوبل شوي چې د جمرود په روغتون کې یې تر لومړنۍ طبي مرستې وروسته د نورې درملنې لپاره د پېښور حیات‌اباد کمپلېکس روغتون ته انتقال کړل.

ده وویل چې په ژوبلو کې د دوو روغتیايي وضعیت نازک دی.

دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي چې پوليسو یې يوځل بيا د جمرود په رېګي للمه کې د جرګې پر انتظامي کمپ چاپه وهلې او د جرګې ميدان يې نیولی دی.

د غورځنګ مشر منظور پشتين د اکټوبر پر نهمه سهار پر خپله رسمي ایکس‌پاڼه ليکلي چې "زورواکي د غټې مشينرۍ په وسيله د جرګې په ميدان کې خندقونه کيندي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ د اکټوبر پر ۱۱مه د خيبر په جمرود کې "د پښتنو قامي عدالت" په نوم درې ورځنۍ جرګه وربللې چې د غورځنګ د مشر منظور پشتين په وينا، لسګونه زره کسان به ګډون په‌کې کوي.