اوکراين د روسيې د ۲۱ بې‌پيلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړی

د روسیې د بریدونو له کبله د اوکراین یوه ویجاړه شوې سیمه

د اوکراین د هوایي‌ دفاع سیستم نن چهارشنبه وختي د روسیې د توغول شویو ۲۲ بې‌پيلوټه الوتکو له ډلې ۲۱ شنډې او نسکورې کړي دي.

دغه بې‌پيلوټه الوتکې پر پلازمېنه کییف، اودیسې او فینیتسایا سیمو کې رالوېدلي دي.

سملاسي له‌دې کبله د احتمالي مرګ‌ژوبلې او زیان خبره نه‌‌ده شوې.

بل لور ته د روسیې دفاع وزارت هم ویلي چې خپل فضایي حریم کې یې د اوکراین ۴۷ بې‌پيلوټه الوتکې ویجاړې کړي دي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي چې د اوکراین دغه الوتکې د روسیې په بریانسک، بیلګورود، کورسک، روستوف او کرسنودار سیمو او ازوف سمندر کې له‌منځه تللي دي.

روسي چارواکو ویلي، د الوتکو پارچو مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې.

خپلواکو سرچینو په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.