پښتين: پاکستاني پوځ خيبر کې جرګې ته پر راټولو شويو کسانو بريدونه پيل کړی

پولیسو له دې مخکې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ په راټولو شویو کسانو بریدونه کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، په خیبر کې پر راټولو شویو کسانو د پاکستان د پوځ له‌خوا د تېرې شپې راهیسې ډزې او بریدونه پیل شوي دي.

پښتین دا خبره نن د اکټوبر نهمه پر خپلې ایکس‌پاڼې یا پخواني ټویټر کړې او زیاته کړې يې ده چې په سیمه کې انټرنېټ بند دی شوی چې له کبله يې د جرګې له تنظیموونکو سره اړیکې پرې شوې دي.

هغه یوځل بیا ټینګار کړی چې: "د جرګې مخنیوی ناشوني دی او د پاکستان د پوځ د زور زیاتي سره سره به دا جرګه ترسره کېږي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ راتلونکې جمعه د اکټوبر ۱۱مه د "پښتنو قومي عدالت" په نوم لویه جرګه رابللې او وروستۍ چمتووالی ورته نیسي.

له‌دې وړاندې منظور پښتین ویلي، د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او تنظیموونکو په ګډون له ۲۰۰ ډېر کسان نیولي دي.

د پاکستان حکومت د تېرې یک‌شنبې په ورځ په یوه رسمي اعلان کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه او د دې غورځنګ فعالیتونه يې د پاکستان د امنیت لپاره ګواښ وبلل.